BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
کوټه کې نامالومو وسلهوالو درې افغانان په ډزو وژلي
د بلوچستان مرکز کوټه کې د نامعلومو وسلهوالو په برید کې درې افغانان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی. پولیسو د پېښې د تایید ترڅنګ ویلي چې دا پېښه د سېشنبې په شپه د هزار ګنجي کراس په سیمه کې شوې ده. د ډزو له امله له دغو څلورو افغانانو دوه کسان په ځای کې ووژل شول، په داسې حال کې چې دوه نور د درملنې لپاره روغتون ته ولېږدول شول. له دغو دوو ټپیانو یوه هم وروسته په روغتون کې سا ورکړه.
د کار نړیوال سازمان: د افغانستان د کار بازار کې د ښځو ونډه ۵ سلنې ته راټیټه شوې
د کار نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د طالبانو له بېرته واک ته رسېدو راهیسې د ښځو ونډه په کاري ځواک کې ۵ سلنې ته راټیټه شوې ده. دغه سازمان د ښځو د اقتصادي فعالیتونو د "سخت محرومیت" د مخنیوي لپاره د اقداماتو غوښتنه کړې ده. د دغه سازمان د راپور له مخې، د افغانستان په کاري بازار کې د ښځو د ګډون کچه په ۲۰۲۰ کال کې له ۱۶.۵ سلنې په ۲۰۲۶ کال کې ۵.۱ سلنې ته راټیټه شوې ده؛ دا کچه د پخوانۍ کچې له درېیمې برخې هم کمه ده.
ټرمپ وایي، هرمز تنګی د امریکا "قلمرو" دی
بل لور د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو ځل بیا د هرمز تنګي په اړه جنجالي څرګندونې کړې دي. هغه په خپلې ټولنیزې شبکې ټروت سوشیال یو انځور خپور کړی چې په کې د هرمز تنګي شاوخوا دایره ایستل شوې او پرې لیکل شوي: ''د امریکا نوی قلمرو''. ټرمپ درې ورځې مخکې هم ویلي وو چې ډېر ژر به هرمز تنګی د متحده ایالاتو ''قلمرو'' اعلان کړي.
د پاکستان سترې محکمې امر: عمران خان باید سملاسي له زندانه روغتون ته ولېږدول شي
د پاکستان سترې محکمې امر کړی، چې د دغه هېواد مخکینی لومړی وزیر او د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) ګوند بنسټګر عمران خان باید سملاسي له زندانه په اسلام اباد کې شفا انټرنېشنل روغتون ته ولېږدول شي. محکمه وايي، هر تورن کس روغتیايي پاملرنې ته د لاسرسي بنسټیز حق لري. محکمې دغه راز د عمران خان د روغتیايي وضعیت ارزونې لپاره د یوه طبي بورډ د جوړولو امر کړی دی.
ولې بې دلیله مهم کارونه ځنډوو؟
موږ ټول له دغسې حالت سره بلد یوو... ځان ته یو خوندور څښاک چمتو کوئ، د خپلې خوښې او صحي سباناری اخلئ، کتاب پرانیزئ او د درس د تکرار لپاره په ارام ځای کې کېنئ. خو هر څومره هڅه چې وکړئ، بیا هم نه شئ کولای پر درس تمرکز وساتئ. کله په ټولنیزو رسنیو کې ګرځئ، کله خپله کوټه تنظیموئ، او کله له کړکۍ بهر ګورئ.اصلًا تاسو هر څه کوئ، خو درس نه لولئ! دې حالت ته د کارونو ځنډول (Procrastination) ویل کېږي.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
د مکې تړون: ایا ترکیه، سعودي عربستان او پاکستان 'اسلامي ناټو' جوړولی شي؟
د ترکیې، سعودي عربستان او پاکستان ترمنځ د "مکې تړون" له لاسلیک کېدو تر یوې اوونۍ ډېره موده تېره شوې ده؛ دا یو ګډ دفاعي تړون دی چې ځینو شنونکو ورته "سني تړون" او یا ان "اسلامي ناټو" نوم ورکړی دی. ځینو دا تړون ایران او اسرائیلو ته د یوه پیغام په توګه تعبیر کړی، په داسې حال کې چې نور بیا وايي، دا تړون د دغو هېوادونو هغه لېوالتیا څرګندوي چې غواړي په امنیتي برخه کې پر امریکا خپله تکیه کمه کړي.
پولیسو د ټېک ټاکرې شمسو (عائشې ګیلمنې) د وژنې په قضیه کې د یوه مشکوک کس د نیولو ادعا کړې
د پاکستان په راولپنډۍ کې ځايي پولیسو ادعا کړې چې د ټېک ټاکرې شمسو، چې په عایشه ګیلمنه هم مشهوره وه، د وژنې په قضیه کې یې یو مشکوک کس او درې اسانتیا برابرونکي نیولي دي. شمسو بي بي د اګست په ۱۴مه د ټيکسلا سیمه کې د ډزو یوه پېښه کې ووژل شوه. د دې پېښې په تړاو د پولیسو لومړني رپوټ (ایف ای ار) کې د هغې پلار ویلي چې لور یې له تېرو درېیو یا څلورو کلونو راهیسې په ټېک ټاک کې فعاله وه او شاوخوا ۱۳ لکه (۱.۳ میلیونه) فالووران (څارونکي) یې درلودل.
ایران د امریکايي سرتېرو د وژلو یا نیولو بدل کې ۳۰ زره ډالره جایزه اعلان کړې
د ایران د پوځ قوماندان امیر حاتمي اعلان وکړ، هر څوک چې یو امریکايي سرتېری ووژني او یا یې اسیر کړي او دوی ته یې وسپاري، ۳۰ زره ډالره جایزه به ورکړل شي؛ خو که کومه ښځه دا کار وکړي، دا مکافات به دوه برابره وي. بله خوا، پر تېللېږدونکو بېړیو له بریدونو وروسته د اونۍ په پای کې د هرمز په تنګي کې سمندري تګراتګ خورا ټکنی شوی دی.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۹ اګست ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۸ اګست ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۸ اګست ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۱۸ اګست ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.













































